کورپاڼه / خبرونه / هافتور بورنسن د سوک وهنې لوبې لپاره (۵۰) کیلو وزن کم کړ

هافتور بورنسن د سوک وهنې لوبې لپاره (۵۰) کیلو وزن کم کړ

د امریکا د تلویزوني سیریز (ګیم اف ترونز) اداکار، ایسلنډي مسلکي باډي بیلډر او د باسکټبال لوبغاړي هافتور جولیس بورنسن د خپلې لومړنۍ سوک وهنې لوبې لپاره پنځوس کیلو وزن کم کړی.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې هافتور بورنسن به د سپتمبر په میاشت کې له انګلستاني سیال سره مخامخ شي، چې دې سیالۍ ته ډېر اهمیت هم ورکول کېږي.

هافتور بورنسن پر انستاګرام خپل زوړ او نوی تصویر خپور کوی او ویلي یې دي چې وزن یې له ۲۰۵ کیلو څخه ۱۵۵ کیلو ته راوستی دی او ترڅنګ یې د وزن کمولو په اړه یوه ویډیو هم خپره کړې.

په ویډیو کې دوه دیرش کلن هافتور بورنسن وایي چې زه اوس وخت ډېر خوشحاله یم، کله مې چې دا سفر پیل کړ نو وزن مې ۲۰۵ کیلو و چې اوس کم شوی دی او زه خپل ځان ښه او صحت مند احساسوم.

د یادولو وړ ده چې هافتور بورنسن د نړۍ له پیاوړو کسانو څخه شمېرل کېږي او د نړۍ د پیاوړي انسان سیالي په ۲۰۱۸ کال ګټلې وه او د ایسلنډ د پیاوړي انسان سیالي یې په دوامداره توګه لس کاله ګټلې او تېر کال یې تقاعد واخیست.

دا هم ولولئ

شاهنواز دهاني او ساره ټیلر

شاهنواز دهاني: که ساره ټیلر راته د واده وړاندیز وکړي، بالکل یې منم

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې یو نوی توپ اچونکی د شاهنواز دهاني په نوم …