کورپاڼه / خبرونه / فاف ډوپلیسي: ۲۰۱۱ نړیوال جام کې د سویلي افریقا له بهر کېدو وروسته راته د مرګ اخطارونه راکړل شوي و
فاف ډوپليسي

فاف ډوپلیسي: ۲۰۱۱ نړیوال جام کې د سویلي افریقا له بهر کېدو وروسته راته د مرګ اخطارونه راکړل شوي و

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او تکړه توپوهونکی فاف ډوپليسي دا راز افشا کړ، چې د ۲۰۱۱ نړیوال جام سیاليو پر مهال چې کله سویلي افریقا لوبډله د دغه سیالیو څخه بهر شوه، نو هغه ته د مرګ اخطارونه ورکړل شو.

له ای ایس پي این کریک انفو سره په خپلو خبرو کې فاف ډوپلیسي وویل، چې د ډهاکه په میرپور ښار کې په بنګله ملي لوبغالي کې د سویلي افریقا او نیوزيلېنډ ترمنځ کوارټر فاینل لوبه ترسره شوه. په دې لوبه کې سویلي افریقا د ۴۹ منډو په توپیر ماتې وخوړه او له نړیوال جام څخه بهر شوه.

په دغه لوبه کې فاف ډوپلیسي د اې بي ډیویلیرز سره د یوې منډې اخیستلو هڅه کوله، چې هغه وسوځېده او دا د دې لامل شو چې په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې سویلي افریقا ماتې وخوري.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د دغه لوبې له بایللو او له نړیوال جام څخه د بهر کېدو وروسته راته په ټولنیزو رسنیو کې ان د مرګ اخطارونه راکړل شول، ځينې خبرې داسې وې، چې هغه بېخي شخصي وې او دا هم راته ویل شوي و، چې زه باید د بیا ځل لپاره داسې ونه کړم.

فاف ډوپلیسي وویل، چې ټول لوبغاړي له داسې حالاتو څخه تېرېږي او په ملي لوبډله کې د خپل ځای جوړولو لپاره ما زیاته خواري کړې ده.

د یادولو وړ ده چې په دغه لوبه کې فاف ډوپلیسي ۳۶ منډې کړې وې او همدا راز نوموړی په جریمه شوی هم و، چې د لوبې پنځوس سلنه فیس ترې ګرځول شوی و، ځکه چې هغه په لوبه کې د نیوزیلینډ لوبغاړي کیلي میلس ته دیکه ورکړې وه.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …