کورپاڼه / هنر او کلتور / د ارجیت سنګ مور د دماغي فلج په سبب مړه شوه

د ارجیت سنګ مور د دماغي فلج په سبب مړه شوه

د بالیووډ د مشهور او نړیوال شهرت ترلاسه کوونکي سندرغاړي ارجیت سنګ مور د دماغي حملې “دماغي فلج” په سبب مړه شوه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د سندرغاړي ارجیت سنګ مور پر کورونا وایروس له اخته کیدو وروسته د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوې وه.

راپورونه وایي چې پر کورونا وایروس له اخته کیدو وروسته د ارجیت سنګ مور له تېرو دریو اوونیو راهیسې د کلکتې په یو روغتون کې د درملنې لاندې وه.

ویل کېږي کله چې یې درملنه ترسره شوه او دوه ورځې وړاندې یې د کورونا نتیجه منفي راغله خو بیا یې هم طبیعت نه و ښه شوی. یعنې کورونا وایروس د ارجیت سنګ د مور دماغي روغتیا دومره اغېزمنه کړې وه چې پر دماغي فلج یې اخته کړه او تېره ورځ یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د یادولو وړ ده چې درې اوونې وړاندې د هندي فلمونو لارښود سرجیت مکرجي او سواستیکا مکرجي پر ټولنیزو رسنیو د ارجیت سنګ مور ته د وینې ورکولو غوښتنه هم کړې وه، چې بیا له هغې وروسته د ارجیت سنګ د مور د روغتیا په اړه راپورونه خپاره شول.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …