کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د تورخم لار د بندولو پرېکړه تر نامعلومې نېټې وغځول شوه
تورخم دروازه

د تورخم لار د بندولو پرېکړه تر نامعلومې نېټې وغځول شوه

د پاکستان حکومت په تورخم لاره د تګ راتګ بندېز د نامعلومې نېټې پورې غځولی دی، خو یوازې پاکستانیان پاکستان او افغانان افغانستان ته تګ کولی شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، پاکستان د کورونا ویروس له امله د تورخم لاره باندې تګ راتګ د مۍ له پنځمې بیا تر ۲۰مې نېټې پورې لګولی و، خو د دې وخت پوره کېدو وروسته يې هم لار خلاصه نه کړه.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د کورونا ویروس د څار ملي ادارې د تورخم چارواکو ته ویلي دي، چې دروازه دې نه خلاصوي او لګېدلو محدودیتونو ته دې دوام ورکړي.

پاکستان وايي، هغه پاکستانیان چې له افغانستان څخه پاکستان ته ځي، نو په تورخم کې يې د کورونا ویروس ټېسټ هم کېږي او بیا د لواړګي په روغتون کې د ۸ ورځو لپاره کرنټین کېږي.

د یادولو وړ ده چې په تورخم دروازه هره ورځ له لسو زرو څخه زیاتو کسانو تګ راتګ کاوه، خو اوس چې تګ راتګ باندې بندېز لګېدلی دی، نو په تورخم کې هم ډېر خلک نه ښکاري.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …