کورپاڼه / روغتيا / قدم وهنه مخکې له وخته (۳۰) سلنه د مړینې خطر کموي

قدم وهنه مخکې له وخته (۳۰) سلنه د مړینې خطر کموي

ورزش د انسان د ژوند یوه مهمه برخه ګڼل کېږي او په ذریعه یې د انسان د بدن غړي متحرک کېږي او حجرې تر ډېره پورې ژوندۍ او فعاله ساتل کېږي او دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ور په برخه کوي.

خو نن سبا د هر انسان ژوند دومره مصروفه شوی چې ټول ژوند یې په نورو کارونو کې تېرېږي او په همدې سبب ورزش او بدني فعالیتونو ته وخت ایستنه ستونزمنوي.

په دې اړه د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې که چېرته قدم وهنه یا منډې وهنه د ژوند برخه وګرځوو، نو د نورو ناروغیو په ګډون له وخته وړاندې د مړینې خطر (۳۰) کموي.

په څېړنه کې ویل شوي هغه کسان چې په دفتر او ادارو کې لږ تر لږه اوه ساعته ناست وي او کار کوي، نو دوی ته پکار ده چې یوویشت دقیقې سخت ورزش وکړي او څلور اتیا دقیقې ورته لږ، لږ غوندې ورزش اړین دی.

د یادولو وړ ده چې ددې څېړنې لپاره دیرش زره کسان تر څېړنې لاندې نېول شوي ول او پورتنۍ پایلئ ورڅخه لاسته راغلې.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …