کورپاڼه / جالب / آیا دغه شخص چې د ودونو او طلاقونو ریکارډ لري، پېژنئ؟

آیا دغه شخص چې د ودونو او طلاقونو ریکارډ لري، پېژنئ؟

د امریکا د تلویزوني او راډیویي خپرونو مشهور کوربه لیري کنګ، چې تېر کال د کورونا وایروس په سبب ومړ، د اته ودونو او د اتو طلاقونو د ورکولو ځانګړی ریکارډ لري.

لیري کنګ په ۱۹۳۳ زیږدیز کال په امریکا کې زېږېدلی او په یوې منځنۍ کچه یهودي کورنۍ کې روزنه شوې خو په تعلیمي یا زده کړو په ډګر کې بیا تل لومړی پاتې شوی.

په مسلکي توګه نوموړي د خپرونو کوربتوب غوره کړی و او له همدې لارې یې شهرت ترلاسه کړ او پیسې یې وګټلې. لیري کنګ اته ودونه کړي چې پنځه اولادونه لري او ټولو میرمنو ته یې یو بل پسې طلاق ور کړ او بالاخره یې تېر کال په ۸۷ کلنۍ کې ومړ.

لیري کنګ نه یوازې د ودونو، طلاقونو او د خپلو معشوقو اړوند یې ریکارډ جوړ کړی، بلکې په مسلکي توګه، په سوداګریز ډګر، سیاسیت او ټولنیز میدان کې یې هم ښه ژوند وکړ.

د یادولو وړ ده چې لیري کنګ هغه یوازې د تلویزوني خپرونو کوربه ګڼل کېږي چې پنځه ویشت کاله یې تلویزوني خپرونې پرمخ وړي او ریکارډ یې جوړ کړی.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …