کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هند له وټساپ غوښتنه کړې چې خپل نوي شرایط دې بېرته واخلي

هند له وټساپ غوښتنه کړې چې خپل نوي شرایط دې بېرته واخلي

وټساپ چې څه وخت وړاندې د خپلو نوو شرایطو په سبب د سختو نېوکو لاندې راغی او شرایط یې د څه وخته لپاره واخیستل، خو اوسمهال یې بیا خپل زوړ دریځ ونیوه.

هند په دې لړ کې هغه هیواد دی چې د وټساپ له نوو شرایطو خوښ نه دی او غوښتنه یې کړې چې له خپلو کاروونکو دې د محرومیت پالیسي یا شرایط بېرته واخلي.

د ټولنیزو رسنیو ویپاڼې وټساپ خپل نوي شرایط په هند کې د میي د میاشتې په پنځلسمه نیټه وړاندې کړل، چې دې هیواد یې په غبرګون کې ددې شرایطو د بېرته اخیستلو غوښتنه وکړه.

ویل کېږي چې په هند کې له څلور میلونو څخه ډېر کسان له وټساپ څخه ګټه اخلي او د فیسبوک له ملکیت لاندې ټولنیز رسنۍ وټساپ بیا خپله دفاع کړې او ویلۍ دې چې د ستوتزې د حل لپاره به له حکومت سره اړیکې ونیسي.

د یادولو وړ ده چې وټساپ د خپلو نوو شرایطو د نه منونکو په اړه ویلي ول چې سمدستي یې اکونټ نه ختموي او که چېرته بیا یې هم شرایط ونه منل خو ورو ـ ورو به ترې آسانتیاوې اخلي او بالاخره اکونټ به یې بندوي.

دا هم ولولئ

په فضاء کې د نړۍ په ترټولو ځواکمن دوربین کې ستونزه رامنځته شوې

د امریکا فضایي ادارې ناسا ویلي چې د هبل په نوم فضایي تیلي سکوپ چې …