کورپاڼه / روغتيا / آیا غواړئ چې د اوړي په موسم کې مو پوستکی ښکلی او صاف وي؟

آیا غواړئ چې د اوړي په موسم کې مو پوستکی ښکلی او صاف وي؟

د ګرمۍ په راتګ سره د روغتیا اړوند ستونزې هم راولاړېږي، چې په دې کې د پوستکي غوړوالی، ځوانکې، دانې او نور یې د یادونې وړ دي. روغتیایي کارپوهان وایي هغه کسان چې د سپور پوستکي درلودونکې وي د اوړي موسم ورته ګټور او هغه کسان چې غوړ پوستکی لري دغه موسم ورته ښه نه وي.

په دې لړ کې کارپوهان وایي چې په هر موسم کې د ښه او بې داغه پوستکي لپاره ډېر اوبه څښل ترټولو غوره طریقه ده او ترڅنګ باید د ځان پاکوالي ته پاملرنه وشي خو که چېرته بیاهم پر پوستکي داغې او داغونه راپیدا شول نو ستونزه جدي ده او حل یې هم اړین ګڼل کېږي.

نو ددې لپاره چې ښکلی او صاف پوستکی ولرئ نو له لاندې فیس ماسک یعنې د دالو له فیس ماسک څخه ګټه پورته کړئ.

  • د پوستکې د نم ساتلو او د ګونځو د مخنیوي لپاره دوه کاچوغې د دالو اوړه، یوه کاچوغه کورکمن، یوه کاچوغه شات او لږ غوندې شېدې سره ګډې کړئ، بیا پکې نیم لېمو وزبېښئ، بیا دغه ماسک پرمخ، لاسونو، مټ او پښو ووهئ، له لسو تر پنځلس دقیقو یې مساج کړئ. له دې وروسته یې په یخو اوبو ووینځئ.

  • کورکمن، د دالو اوړه، مستې، لېمو او د ګلابو له اوبو یوه ـ یوه کاچوغه راواخلئ او ښه یې سره ګډ کړئ، بیا یې پرمخ ووهئ او کله چې وچ شول بیا یې په یخو اوبو ووینځې.

  • په یوه پیاله کې درې کاچوغې د مالټې یا د مالټې د پوستکي پوډر واچوئ، بیا پکې دوه کاچوغې د دالو اوړه او د لېمو اوبه ور واچوئ او تردې ګډ کړئ چې دانه لرونکی کریم ترې جوړ شي بیا دوه کاچوغې د ګلاب اوبه ور واچوئ. دا کرین تر شلو دقیقو پرمخ پرېږدئ او د وچېدو سره یې په یخو اوبو ووینځئ.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …