کورپاڼه / هنر او کلتور / هغه فلم چې اکشی کمار یې تر نن ورځې پورې په نه کولو پښېمانه دی

هغه فلم چې اکشی کمار یې تر نن ورځې پورې په نه کولو پښېمانه دی

د بالیووډ لوبغاړی اکشی کمار د “باګ ملکا باګ” فلم په پرېښودلو تر ننه پورې د پښېمانتیا احساس کوي.

له یوې رسنۍ سره د مرکې پرمهال د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند اکشي کمار پخپله دا خبره منلې چې د “باګ ملکا باګ” د فلم په نه کولو ډېر پښېمانه دی.

اکشی کمار وایي کله چې په دې فلم کې ورڅخه د اداکارۍ غوښتنه وشوه، نو هغه وخت په یو بل کې مصروفه و او په همدې سبب یې له یاد فلم څخه انکار وکړ.

دغه راز د یوې غونډې پرمهال هم اکشي کمار منلې ده چې د “باګ ملکا باګ” فلم په پرېښودو ډېر پښېمانه دی، ځکه چې ددې پرځای یې د ایکتا کپور د “ونس اپون ای ټایم ان ممبۍ دوباره” فلم کې کار وکړ او د فرحان اختر د فلم په نه کتلو یې هم د پښېمانتیا څرګندونه کړې.

د یادولو وړ ده چې د “ونس اپون ای ټایم ان ممبۍ” فلم د اجي دیوګن له بریالیو فلمونو څخه شمېرل کېږي، خو ددې فلم سیکویل چې اکشي کمار کړی و ناکام ثابت شو او ددې برعکس د “باګ ملکا باګ” فلم کې فرحان اداکاري کړي او یو سوپر هیټ فلم ثابت شو.

دا هم ولولئ

جیکي شرف: ټایګر راسره وعده کړې چې پخوانی کور به بېرته اخلي

جیکي شرف وایي چې زوی یې ټایګر شرف ورسره وعده کړې چې هغه کور به …