کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ابوظهبي د پي ایس ایل لوبو تاييدي ورکړه، وسیم خان ډېر خوشحاله دی
وسیم خان او پي ایس ایل

ابوظهبي د پي ایس ایل لوبو تاييدي ورکړه، وسیم خان ډېر خوشحاله دی

متحده عربي اماراتو پاکستان ته د سوپر لیګ د شپږم پړاو پاتې لوبو په ابوظهبي کې د ترسره کولو تاییدي ورکړه، چې د پاکستان کرکټ بورډ په دې باندې خوښي ښکاره کړې او سم له لاسه يې کار پیل کړی دی، تر څو سیالۍ ترسره کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس وسیم خان وايي، چې ۴۸ ساعته مخکې دوی ته داسې ښکاره کېده چې د پي ایس ایل ۶ پړاو پاتې لوبې ترسره کول به ممکن نه شي.

هغه وايي، خوشحاله دی چې اوس دا سیالۍ په ابوظهبي کې ترسره کېږي، د سویلي افریقا او نورو ځایونو نه خلک راروان دي او د دوی یو ځای کول اسانه خبره نه ده.

هغه زیاته کړه، د اسټرالیا او نورو هېوادونو څخه چې کوم لوبغاړي پي ایس ایل ته راځي، نو د هغوی لپاره ځانګړې الوتکې او یا هم د لوبډلو اضافي مصارف به یې ټول کرکټ بورډ کوي.

وسیم خان دا هم وویل، چې د پاکستان سوپر لیګ د ۷م پړاو لپاره مو هم سر له اوسه کار شروع کړی دی. هغه وویل، هیله من دی چې د ۷م پړاو لیګ پیليدو نه مخکې به ډېر خلک کورونا ضد واکسین وکړي.

د یادولو وړ ده چې متحده عربي اماراتو پرون د پاکستان کرکټ بورډ ته اجازه ورکړه، چې په ابوظهبي کې دې د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې ترسره کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …