کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او اسټرالیا یوازینۍ ټېسټ لوبه چېرته ترسره کېږي؟
کرکټ لوبغالی

د افغانستان او اسټرالیا یوازینۍ ټېسټ لوبه چېرته ترسره کېږي؟

اسټرالیا د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان کوربه توب کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به یوازینۍ ټېسټ لوبه د د نومبر په ۲۷مه نېټه پیل شي چې د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

دا لوبه د اسټرالیا په هوبارټ ښار کې او په بلنډ سټون ارینا کې ترسره شي، چې دې لوبغالي ته د بیلیروي اوول نوم هم ورکړل شوی دی.

دا لوبغالی په ۱۹۱۴ کال کې جوړ شوی دی، چې ۱۵ زره کسان پکې د ځایېدو ځای لري، لومړۍ ټېسټ لوبه پکې د اسټرالیا سریلانکا ترمنځ په ۱۹۸۹ کال ترسره شوې وه او وروستۍ ټېسټ لوبه پکې د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ په ۲۰۱۶ کال کې ترسره شوې ده.

افغانستان او اسټرالیا

په دې لوبغالي کې بیا د کرکټ وروستۍ نړیواله لوبه د اسټرالیا او نیوزیلېنډ ترمنځ په ۲۰۲۰ کال کې د مارچ په ۲۰مه نېټه نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د اسټرالیا او افغانستان ترمنځ دا یوازینۍ ټېسټ لوبه تېر کال ۲۰۲۰ کې ترسره کېدونکې وه، خو یاده لوبه د کورونا له امله وځنډېده او سږکال به ترسره شي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …