کورپاڼه / خبرونه / د دوه هېوادونو لپاره نړیوالو لوبو کې لوبېدونکي مشهور لوبغاړي له کرکټ نه استعفا ورکړه
بویډ رینکین

د دوه هېوادونو لپاره نړیوالو لوبو کې لوبېدونکي مشهور لوبغاړي له کرکټ نه استعفا ورکړه

په نړیوال کرکټ کې د انګلستان او ایرلېنډ لپاره لوبېدونکی چټک توپ اچونکی بویډ رینکین له نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکړه او خپل کیریر ته يې د پای ټکی کېښود.

د اي ایس پي این کریک انفو په وینا، بویډ رینکین یوازینی لوبغاړی دی، چې په ۲۱مه پېړۍ کې يې د دوه هېوادونو لپاره ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، همدا راز هغه یوازینی لوبغاړی دی چې د دوه هېوادونو لپاره يې درې واړه بڼې کرکټ ترسره کړی دی.


۳۶ کلن بویډ رینکین د ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ او بیا د ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د ایرلېنډ ملي لوبډلې لپاره ولوبېده، همدا راز د ۲۰۱۳ څخه بیا تر ۲۰۱۴ کال پورې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ولوبېده.

هغه ۳ ټېسټ، ۷۵ نړیوالې یو ورځنۍ او ۵۰ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي، چې په ټېسټ کې يې ۸، نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې يې ۱۰۶ او نړیوالو شل اوریزو لوبو کې يې ۵۵ ویکټې ترلاسه کړې دي.

رینکین همدا راز په فرسټ کلاس لوبو کې هم ۳۵۲، لیسټ اې لوبو کې ۱۸۴ او شل اوریزو لوبو کې ۱۰۷ ویکټې ترلاسه کړې وې.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …