کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سي پي ایل ۲۰۲۱: ګیانا امازون واریرز لوبډلې نوین الحق له ځان سره وساته
نوين الحق

سي پي ایل ۲۰۲۱: ګیانا امازون واریرز لوبډلې نوین الحق له ځان سره وساته

د کارابین غوره لیګ ۲۰۲۱ کال د ترسره کېدو نېټه اعلان شوه، چې د اګست په ۲۸مه به پيل شي او د سپتمبر په ۱۹مه نېټه به پای ته ورسېږي.

د یاد لیګ د تاریخ له اعلان سره سم لوبډلې هم اوس د ځان سره ساتلو لوبډلو نومونه اعلانوي، چې شپږ واړه لوبډلو یو شمېر لوبغاړي له ځان سره ساتلي دي.

په دې لړ کې د ګیانا امازون واریرز لوبډلې د افغانستان ځوان چټک توپ اچونکی نوین الحق له ځان سره ساتلی دی او سږکال به هم د همدغه لوبډلې سره ولوبېږي.

ګیانا امازون واریرز نیکولاس پوران، عمران طاهر، شیمرون هیټمایر، برېنډن کنګ، نوین الحق، روماریو شیفرډ، چندربال هیمراج، اودین سمیت، انتوني برامبل، کیوین سینکلیر، اشمید نید او محمد حفیظ له ځان سره ساتلي دي.

همدا راز بارباډوس ټرایډینټس لوبډلې بیا جېسن هولډر، جوهانسن چارلس، شای هوپ، کیلی مایرس، هایډین والش، رایمون ریفر، جسټین ګریویس، نیم ینګ او جوشوا بیشوف له ځان سره ساتلي دي.

جمایکا ټلاواس لوبډلې بیا حېدر علي او سینټ کیټس اېنډ نیویس پیټریوټس ریاد ایمریټ، ډواین براو، شیلډون کوټریل، ایون لیویس، فابین الین، شیرفان رودرفورډ، جون رس جګیسار، ډومینیک ډریکس او جوشوا ډي سلوا له ځان سره ساتلي دي.

د سینټ لوسیه زوکس لوبډلې راهکیم کورنوال، انډري فلیچر، کیسریک ویلیمس، اوبید مک کای، مارک دیال، روسټون چیس او جاویل ګلین له ځان سره ساتلي دي او د ټرینباګو نایټ رایډرز لوبډلې بیا کیرون پولارډ، دینیش رامدین، سنیل ناراین، کولین مونرو، ډیرین براوو، لینډل سیمونس، خېري پیري، سکندر رضا، انډرسون پیليپ، ټیون ویبسټر، اکیل حسین، جېدین سیلس او علي خان له ځان سره ساتلي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: پلاره! له تګ وروسته مې هره ورځ یادېږې

نن د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پلار ورځ لمانځل کېږي او …