کورپاڼه / جالب / ډاکترانو په تېروتنې سره د یو ناروغ د ښي پښې پرځای کیڼه پرې کړې

ډاکترانو په تېروتنې سره د یو ناروغ د ښي پښې پرځای کیڼه پرې کړې

ویل کېږي چې تېروتنه کول انسان هوښیاروي خو ځینې تېروتنې بیا داسې وي چې جبرانول یې ناممکن وي او دا هم امکان لري چې د یو چا ژوند له یو لوی خطر سره مخ کړي، همدغسې یوه تېروتنه په اسټریا کې ترسره شوې.

ویل کېږي چې د اروپایي هیواد اسټریا ډاکترانو په تېروتنې سره د یو ناروغ شخص د یوې پښې پرځای بله پښه پرې کړې ده. د میل آنلاین د راپور له ویل کېږي چې دغه پېښه د اسټریا د فریزټیډټ په روغتون کې پېښه شوې ده.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې روغتون ته یو دوه اتیا کلن ناروغ شخص ددې لپاره ور وړل شوی چې ښي پښه یې کړي خو ډاکترانو په تېروتنې سره ترې کیڼه پښه پرې کړه.

خو کله چې دوه ورځې تېرې شوې نو ډاکترانو د خپلې تېروتنې احساس وکړ. د روغتون له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا یې د خپلو ډاکترانو له لورې یوه دردوونکې تېروتنه ګڼلې ده.

د روغتون له لورې ویل شوي چې له عملیاتو دوه ورځې یو نرس هغه وخت د تېروتنې احساس وکړ، کله چې یې د ناروغ شخص پټۍ بدلوله. دغه راز دا هم ویل شوي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …