کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / له عملیاتو پرته په لاس کې د اضافي ګوتې لګولو تجربه کامیابه شوه
لاس

له عملیاتو پرته په لاس کې د اضافي ګوتې لګولو تجربه کامیابه شوه

که اوس ستاسې زړه غواړي، نو ډېر په چټکۍ سره په یو یا دواړو لاسونو کې په کم مصرف باندې اضافي ګوته لګولی شئ او د هغې لپاره عملیاتو ته هم هېڅ اړتیا نشته.

د دې روباټیک ګوتې د کنټرول لباره د پښې په ګوته او مټ باندې سنسرونه لګول شوي دي، چې د هغې په مرسته دا هم د نورو ګوتو په څېر حرکت او کار کوي. خو دا ګوتې اوس د خرڅ لپاره نه دي، بلکې د انسان په مازغو د اضافي ګوتې د اثر اغېز کتلو لپاره کارول کېږي.

د لندن پوهنتون ډینیل کلوډ او د هغه ملګرو دا مصنوعي ګوتې ۳۶ کسانو ته لګولې وې، دا ګوتې د دوی په لاسونو پورې تړل شوې وې، چې د غټې ګوتې مخامخ بل طرف ته وې. کومو خلکو ته چې دا اضافي ګوته لګول شوې وه، هغه ټول ښي لاسي و، چې همدا لاسونه يې ډېر کارول. دې کسانو باندې د تجربې په ډول د پنځه ورځو لپاره دا ماشيني ګوته وکارول شوه.

د پښې د ګوتې د سګنلونو په مرسته دا ګوته کنټرول کېدله، دا نو د معیوبو خلکو لپاره هم ډېره ګټوره ده، چې دوی کولای شي کوچني نه کوچني شیان هم په دې راواخلي. ډینیل کلوډ وايي، زموږ د دې تجربې هدف دا دی، چې په دې پوه شو چې د انسان د بدن لپاره څومره څه کېدای شي.

دا ګوته چې کومو کسانو ته لګول شوې وه، هره ورځ به یې درې ساعته استعمالوله. په دې وخت کې به د دوی د مازغو جایزه اخیستل کېدله او همدا راز د ګوتې لګولو مخکې او وروسته يې هم جایزه اخیستل کېده. زموږ مازغه هره ګوته کنټرولوي او ټولو ته ځانګړي سګنلونه هم لېږي، کومو کسانو چې دا ماشیني ګوته استعماله کړه، د هغوی مازغه هم د دې ګوتې سره په لږو ورځو کې عادت شو او د ګوتې استعمال هم ورته عادي شو.

دا هم ولولئ

ګوګل د پوستکي د ناروغیو د تشخیص لپاره انلاین وسیله جوړه کړې

د نړۍ ترټولو لوی پلټونکې ماشین او د انټرنیټي ټیکنالوژۍ شرکت ګوګل د پوستکي د …