کورپاڼه / هنر او کلتور / پراچي ډیسايي: فلم جوړونکي درناوی نه کوي
پراچي ډیسايي

پراچي ډیسايي: فلم جوړونکي درناوی نه کوي

د هندي سریالونو مشهوره اداکاره پراچي ډیسايي چې په ټلویزیون د نوم له ګټلو وروسته يې په هندي فلمونو کې هم کار پیل کړ، وايي چې هغه فلم جوړونکي چې غټ نومونه لري، درناوی يې نه کوي او یوازې غواړي چې هغه نیمه لوڅه فلمونو کې ښکاره کړي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، پراچي ډیسايي په خپله مرکه کې وویل، چې ماته هر کله دا ویل کېږي چې باید په همداسې فلمونو کې کار وکړم، دوی راته وايي چې د داسې خاصو فلمونو لپاره ځان چمتو کړم.

پراچي ډیسايي وویل، چې ما په فلمونو کې د داسې کردارونو له کولو څخه انکار وکړ، نو په هندي سینما کې زما په اړه منفي نظر جوړ شو او داسې خبرې خپرې شوې، چې زه په فلمونو کې کار کول نه غواړم.

نوموړې همدا راز وویل، زه هېڅ کله هم نه غواړم چې په داسې فلمونو کې کار وکړم، چې په هغې کې یوازې د نمایش لپاره ښکاره شم یا مې د بدن ښکاره کولو کوشش وشي، زه کوشش کوم چې په لږو فلمونو کې کار وکړم، خو ښه کار وکړم.

د یادولو وړ ده چې پراچي ډیسايي په ۲۰۰۴ کال کې اداکاري پیل کړې ده، چې په مشهورو سریالونو کې د کار کولو وروسته يې په ۲۰۰۸ کال کې فلمونو کې هم کار پیل کړ، چې تراوسه پورې يې ډېرو فلمونو کې کار کړی دی.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …