د سعودي عربستان په مسجد الحرام کې یو لمونځ کوونکي هڅه کوله چې ممبر ته وخېژي، چې دغه کس ممبر ته له ختلو راګرځول شوی او نیول شوی دی.
د سعودي رسنیو د راپورونو په وېنا، دا پېښه نن د جمعې د لمانځه پر مهال هغه وخت وشوه، چې امام شېخ ډاکټر بندر بلیله د جمعې د لمانځه خطبه ویله.
د حرمین شریفین په ټویټر پاڼه باندې د دغه کس ویډیو هم خپره شوې ده او ویل شوي دي، چې ممبر ته د ختلو هڅه کوونکی کس نیول شوی دی او د هغه پر ضد به قانوني ګامونه پورته شي.
— Haramain Sharifain (@hsharifain) May 21, 2021
د دغه ویډیو له خپرولو سره د دغه پېښې په اړه ویل شوي دي، چې د جمعې د خطبې پر مهال یو کس ډېر په چټکۍ سره غوښتل چې ممبر ته وخېژي، خو د امنيتي کسانو له خوا ونیول شو.
تراوسه پورې د دغه کس پېژندګلو نه ده ښکاره شوې او نه هم تراوسه پورې دا معلومه شوې ده، چې یاد کس ولې غوښتل چې ممبر ته وخېژي.
Jumu’ah Salah led by Sheikh Bandar Baleelah in Masjid Al Haram todaypic.twitter.com/vGBAZ6w3dh
— Haramain Sharifain (@hsharifain) May 21, 2021