کورپاڼه / خپلواک / په ځوان لوبغاړي قېس احمد د ليګونو باران
قېس احمد

په ځوان لوبغاړي قېس احمد د ليګونو باران

خپلواک وېبپاڼه (٧ نومبر ٢٠١٩): افغان ځوان لوبغاړى قېس احمد چې له بنګله دېش سره په يوازينۍ ټېسټ سيالي يې لومړۍ نړيواله لوبه وه، نوموړى اوس د بيګ باش، سل توپيزو سياليو تر څنګ په د برېتانيا په کاونټي کرکټ کې هم واخيستل شو.

١٩ کلن قېس احمد احمد په راتلونکي کال کې د برېتانيې د ګلوسټر شاير کاونټي کرکټ کلب اخيستى دى. نوموړى به د دغه لوبډلې لپاره په شل اوريزو او فاينل شپږ اتلولۍ سياليو کې برخه واخلي.

قېس احمد د اسټراليا په بيګ باش تجارتي سيايو کې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې له لوري اخيستل شوى و چې د دغه لوبډلې لپاره يې لوبې وکړې، همدا راز له هغه وروسته نوموړى د انګلستان په راتلونکي سل توپيزو سياليو کې هم د ويلش فاير لوبډلې په شپېته زره پاونډو واخيسته.

د ګلوسټر شاير لوبډلې روزونکى ريچارډ ډاوسون په خپلو خبرو کې د قېس احمد په تړاو وويل، چې موږ په ٢٠١٩ کې ډېرې پياوړۍ سيالۍ ترسره کړې او قېس احمد به د خپلې بدلونکې لوبې وړتيا پر مټ له موږ سره مرسته وکړي چې د لوبې په لنډ او اوږده فارمېټ کې مخ ته لاړ شو.

هغه د قېس احمد په تړاو زياته کړه، چې نوموړى د نړۍ له ځوانو سپينرانو يو دى چې ډېره وړتيا لري او زه هيله من يم چې دى به زموږ شل اوريزو او کاونټي سياليو ته نوره ښکلا هم ورکړي.

همدا راز قېس احمد بيا په خپل ټويټر کې ليکلي دي، چې د نړۍ په لر او بر کې مې د شل اوريزو سياليو پر مهال تل ارمان و، چې انګلستان کې فرسټ کلاس کرکټ وکړم چې له سره توپ سره مې وړتيا لا ډېره شي. هغه وايي چې له ډاوسون سره يو ځاى د لوبې کولو ته هيله من يم.


د يادولو ده چې د افغانستان ځوان ليک بريک توپ اچونکي قېس احمد د افغانستان لپاره يوازې په يوه ټېسټ سيالۍ کې برخه اخيستې ده، هغه تراوسه پورې د افغانستان لپاره کومه يو ورځنۍ يا شل اوريزه لوبه نه ده ترسره کړې، خو په ١٩ کلنو لوبډله او نورو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلى دى او خپله وړتيا يې ښکاره کړې ده.

نوموړي په فرسټ کلاس سياليو کې ١٢ لوبې ترسره کړي او ٦٨ لوبغاړي يې سوځولي دي، همدا راز په ليسټ اې سياليو کې يې ٩ لوبې کړي او ١٢ لوبغاړي يې سوځولي دي. په شل اوريزو سياليو کې بيا نوموړي په ٣٥ لوبو کې ګډون کړى دى او ٤٤ ويکټې يې ترلاسه کړي دي، همدا راز د بنګله دېش پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې هغه يو ويکټ ترلاسه کړې وه.

هغه د افغانستان، افغانستان نولس کلنو، بند امير ښامارانو، ګيانا امازون واريرز، هوبرټ هوريکنز، مېدان وردګ ولايت ١٧ کلنو، مس عينک زون، ملتان سلطانز، پامير ستوري او سينټ لوشيا سټارز لوبډلو سره لوبېدلى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …