کورپاڼه / جالب / مشهوره کارپوه: ښځې دې له دا ډول نارینه وو ځان وساتي

مشهوره کارپوه: ښځې دې له دا ډول نارینه وو ځان وساتي

استرالیایي راډیویي کوربه او کارپوه جینا هاکنګ وخت ناوخت د نارینه او ښځو د خپل منځي اړیکو په اړه لارښوونې کوي او اوس یې ښځو ته ویلي چې له هغه نارینه دې ځان وساتي چې لومړی واده پر طلاق ولاړ وي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې جینا هاکنګ اوسمهال له هغه چاسره اړیکې لري چې په دې وروستیو کې طلاق شوی. جینا هاکنګ د خپلې تجربې په بیانولو سره ته ښځو ته لارښوونه کړې.

نوموړې وایي که چېرته تاسې له دا ډول نارینه سره اړیکې لرئ نو ستاسو او ددې نارینه ترڅنګ به ستاسو ترمنځ دریم عنصر هم شتون ولري او هغه د نارینه مات شوی زړه دی.

جینا هاکنګ وایي که څه هم دا ډول نارینه به تاسو سره اړیکې ټینګې کړي او تاسو ته به هر ډول پام هم وکړي، خو دا حقیقت باید ومنئ چې دغه شخص خپله پخوانۍ میرمن تل په زړه کې ساتي.

نوموړی وایي چې د سټو په نوم یو شخص سره اړیکه لري، چې پخوا یې ښه ګډ ژوند درلود، ښځه او ماشومان یې هم لرل خو یو ناڅاپه ترې هر څه واخیستل شو او زړه یې مات شو.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …