کورپاڼه / خبرونه / د محمد عامر لپاره تر ټولو سخت توپوهونکی څوک دی؟
محمد عامر، ویراټ کوهلي، روهیت شرما او سټیو سمیت

د محمد عامر لپاره تر ټولو سخت توپوهونکی څوک دی؟

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی محمد عامر وايي، چې د اسټرالیا توپوهونکی سټیو سمیت د هغه لپاره تر ټولو سخت توپوهونکی دی، همدا راز د هند روهیت شرما او ویراټ کوهلي بیا په اسانۍ اوټ کولی شي.

محمد عامر چې تېر کال يې له نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکړه، په خپله یوه مرکه کې وویل، چې روهیت شرما او ویراټ کوهلي ته توپ اچونه هېڅ کله هم سخته نه ده، روهیت ته توپ اچونه اسانه ده او زه فکر کوم چې هغه په اسانۍ اوټ کولی شم.

نوموړی زیاتوي، روهیت د ښي لاسو توپ اچونکو او سوینګ بالونو پر وړاندې له ستونزو سره مخ کېږي، همدا راز کولای شم چې ویراټ کوهلي هم په اسانۍ اوټ کړم.

محمد عامر همدا راز د اسټرالیا مشهور توپوهونکي سټیو سمیت په اړه وویل، چې هغه ته توپ اچونه اسانه نه ده، ځکه چې د هغه تخنیک تر نورو بدل دی.

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۷ کال د ای سي سي چیمپینز ټرافۍ په پایلوبه کې محمد عامر د هند روهیت شرما په صفر او ویراټ کوهلي په ۵ منډو سوځولي و.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …