کورپاڼه / هنر او کلتور / ډوین جانسن “راک” به په فلم کې د سپي کردار ته غږ یا آواز ور وبخښي

ډوین جانسن “راک” به په فلم کې د سپي کردار ته غږ یا آواز ور وبخښي

ډوین جانس چې په راک سره شهرت لري، د ریسلینګ تقاعد شوي مشهور لوبغاړي او ترڅنګ یې د هالیووډ د فلمونو تکړه اداکار یا هنرمند هم دی چې وخت ناوخت په بېلابېلو فلمونو کې په زړه پوری رول لوبوي.

خو اوسمهال به نوموړی اداکار یا هنرمند د هالیووډ په “ایني میټډ” فلم کې د سپي کردار ته خپل آواز ورکړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په ایني میټډ فلم (DC League of super-Pets) کې به ډوین جانسن واخیستل شي، چې په دې فلم کې به یوازې د یو سپي کردار ته خپل غږ یا آواز ور وبخښي.

دغه راز د فلم ادارې هیله څرګنده کړې چې د نورو کردارونه لپاره به نور مشهور اداکاران هم په فلم کې شامل کړي. ددې فلم کیسه پر یو داسې سپي راڅرخي چې له یوې الوتونکې پیشو سره د جرمونو مخنیوی کوي او دا فلم به د ۲۰۲۲ کال د میي په ۲۰ نیټه خپور شي.

د یادولو وړ ده چې ډوین جانسن په ټولنیزه رسنۍ هم ډېر فعالیت کوي او څه موده وړاندې په یو پوسټ کې خپلې لور ته په ټوکو سره ویلي ول چې زه یو ډیناسور یم.

دا هم ولولئ

اشرف غني او عبدالله مقری

ولسمشر غني: عبدالله مقري خلک د وطن ابادۍ او سوله ییز ژوند ته وهڅول

د هېواد مشهور، نومیالی او وتلی سندرغاړی عبدالله مقري نن سهار د کورونا ویروس ناروغۍ …