کورپاڼه / اسلام / څوک چې په دنیا کې ډېر مصبیتونه ګالي، په هماغه اندازه اجر او ثواب ورکول کېږي

څوک چې په دنیا کې ډېر مصبیتونه ګالي، په هماغه اندازه اجر او ثواب ورکول کېږي

هر انسان پخپل ژوند کې وخت ناوخت له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کېږي، یعنې هغه که غریب وي یا شتمن، زوړ وي یا ځوان، ښه وي یا بد، نارینه وي یا ښځینه وخت ناوخت له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کېږي.

ترټولو ډېرې او سختې ستونزې انبیاء کرامو علیهم السلام تېرېږي او له دې وروسته هغه کسان له ستونزو سره مخ شوي چې د دوی ملګرتیا یې کړې. حضرت عبدالله بن مغفل رضي الله عنه فرمایي چې یو شخص د رسول الله په خدمت کې حاضر شو او و یې ویل چې زه له تاسره مینه یا محبت لرم، رسول الله ورته وفرمایل:

“لږ په هغه څه فکر وکړه چې ته یې وایې” له دې وروسته هغه شخص درې ځلې دا خبره تکرار کړه چې “زه له تاسره مینه لرم” رسول الله ورته وفرمایل که چېرته ته پخپله دعوه کې رښتینی یې نو بیا د فقر او د راتلوونکو ستونزو لپاره یوه د اوسپنې کچکول تیار کړه، ځکه چې هغه کسان چې له ماسره مینه کوي په هغوی پر لور فقر دومره په تیزۍ راځي لکه ولاړې اوبه چې ښکته ځي.

په یو بل روایت کې راځي چې:”تاسو کې چې هر څوک له ماسره مینه لري د هغوی پر لور فقر دومره په تېزۍ سره راځي لکه د یوې له لوړو چې اوبه ښکته راځي.”

په دنیا کې ځینې داسې کسان هم وي چې له حده ډېر له درد، تکلیف او ناروغۍ سره مخ وي او داسې خلکو ته په هماغه اندازه ثواب او اجر ور په برخه کېږي، په کومه اندازه یې چې مصبیتونه ګاللي وي.

دا هم ولولئ

د هرې ستونزې حل په قران کریم کې دي، خپل ستونزې مو په قران حل کړئ

په نړۍ کې هر انسان په مالي توګه له ستونزو سره مخ کېږي، خو ددې …