کورپاڼه / خبرونه / شاهدی اپریدی: ان شاءالله چې شاهین اپریدی به مې زوم کېږي

شاهدی اپریدی: ان شاءالله چې شاهین اپریدی به مې زوم کېږي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني پښتون لوبغاړي منلې چې خپله لور یې تېز توپ اچونکې شاهین شاه اپریدي ته په نوم کړې.

شاهد اپریدي په دې وروستیو کې له یو شخصي تلویزون سره د مرکې پرمهال د کوربه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي دي چې:((الحمدالله لور مې د شاهین شاه اپریدي په نوم شوې او شاهین به مې ان شاء الله زوم کېږي.))

نوموړی وایي چې له شاهین اپریدي سره یې له دې وړاندې خپلوي نه درلوده او اپریدي ټول اته قبیلې لري چې د دواړو کورنیو قبیلې هم سره بېلې ـ بېلې دي.

شاهد اپریدی مخکې وایي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د شاهین اپریدي والدینو غوښتل چې اړیکې سره په خپلوۍ بدلې کړي نو بالاخره د خپلوي په تار سره وتړل شو.

نوموړی زیاتوي چې لور یې غوښتل چې ډاکتره شي، خو اوسه نه ده معلومه چې پاتې زده کړې به پاکستاني کې وکړي او په انګلستان کې خو اوس یې ترڅنګ د فیشن په ډیزاین کولو بوخته ده.

د یادولو وړ ده چې څو میاشتې وړاندې د شاهین شاه اپریدي پلار ویلي ول چې د زوی لپاره د شاهد اپریدي لور غوښتې او هغوی هم خپلوۍ ته غاړه ایښې ده.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …