کورپاڼه / خبرونه / بیجنګ د نیویارک ښار شاته پرېښود

بیجنګ د نیویارک ښار شاته پرېښود

د سوداګرۍ اړوند مجلې فوربس د نړۍ د ترتولو ډېرو میلیاردرو کسانو نوملړ خپور کړ. د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې فوربس د نړۍ د زیاتو میلیاردرو لس ښارونو نوملړ خپور کړ.

د فوربس د راپور له مخې ویل کېږي چې بیجنګ د نړۍ د زیاتو میلیاردرو کسانو په درلودلو نیویارک شاته پرېښود. د فوربس د ۲۰۲۱ کال په نوملړ کې ۲۷۵۵ کسان شامل دي چې ۲۵ سلنه یې په لسو ښارونو کې اوسیږي.

په دې نوملړ کې له لس سلنو څخه ډېر د چین د پنځو لویو ښارونو په ګډون په چین کې ۱۰۰، هانک ګانګ کې ۸۰، شینجن کې ۶۸، شنګهایي کې ۶۴ او په هینګجو کې ۴۷ تنه اوسېږي.

فوربس وایي چې د تېر کال پرمهال په ټولو لسو ښارونو کې میلیاردرانو خالصه ګټه ثبت شوې، چې په میلیاردرانو کې نړیواله وده منعکس کوي.

د سان فرانسسکو او ممبۍ د میلیاردرو شمېر ۴۸ دی، په لندن کې ۶۳، ماسکو کې ۷۹ او په نیویارک کې د میلیاردرو شمېر ۹۹ تنه ښودل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د میلیاردرو کسانو په نوملړ کې د چین د مخکې والي علت د کورونا پر ناروغۍ کنترول او د ټیکنالوژۍ د شرکتونو پرمختګ ګڼل شوی.

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …