کورپاڼه / جالب / د الوتکې کارمنده: په الوتکه کې د مسافرو ترمنځ په څه خبره جنجال راځي؟

د الوتکې کارمنده: په الوتکه کې د مسافرو ترمنځ په څه خبره جنجال راځي؟

ځینې وختونه په الوتکه کې د سفر پرمهال د مسافرو ترمنځ جنجال راپیدا کېږي، چې ددې جنجال یو لوی لامل “Arm rest” دي چې په دې اړه اوسمهال د الوتکې کارمندې حیرانوونکې خبره کړې ده.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې د کیټ کیملاني په نوم یوې کارمندې پر ټیک ټاک ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، هغه مسافر چې په منځنۍ چوکۍ ناست دی، غواړي چې دواړه “Arm rest” استعمال کړي.

د کړکۍ لورې ته او د منځنۍ لارې ترڅنګ ناست مسافر بیان یو “Arm rest” استعمالوي نو که چېرته د مسافرو ترمنځ په دې اړه تړون ونه کړي نو ډېر امکان شته چې جنجال یې ترمنځ پېښ شي.

کیټ کیملاني وایي چې یوه ستونزه د کړکۍ بندولو هم وي، د کړکۍ د بندولو یا پرانیستلو واک ټول له هغه چاسره وې چې د کړکۍ ترڅنګ ناست وي او چوکۍ په شاته کولو هم جنجالونه راولاړېږي، خو دا اسانتیا د الوتکو جوړونکو ځکه رامنځته کړې ترڅو پخپله خوښه څوکۍ شاته یا مخکې یوسي.

بل لوري ته خلکو د کیټ کیملاني له خبرو سره اختلاف څرګند کړی او ویلي یې دي چې ټول مسافر دې د یو او بل د خوښۍ او آرام خیال وساتي او داسې هم نه ده چې یو مسافر ته دې د کړکۍ واک ورکړل شي او هغه دې پرې نخرې وکړي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …