کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / اوس کولی شئ چې پر وټساپ هم لوبې یا ګیمونه وکړئ

اوس کولی شئ چې پر وټساپ هم لوبې یا ګیمونه وکړئ

زموږ ځوان نسل پر ځیرک موبایل ګیم یا لوبه کول خوښوي، چې نه یوازې د موبایل حافظه ډکوي بلکې په ځینو وختونو کې د وایروس سبب هم کېږي چې بیا د موبایل د خرابېدو خطر ډېروي.

ځینې ګیمونه بیا داسې هم وي چې له انسټالولو پرته یې له ملګرو سره په اسانۍ سره کولی شئ، چې دلته د یادولو وړ خبره داده چې تاسې ټول دغه ګیمونه پر وټساپ کولی شئ.

  • نوم، شی، ځای، حیوان: دا یوه داسې لوبه یا ګیم دی چې په (۹۰) لسیزه کې به ماشومانو کاوه، خو کله چې موبایلونه او انټرنیټ رامنځته شو نو ددې ګیمونه مینه یې کمه کړه، خو اوسمهال ترې پر وټساپ هم خوند اخیستلی شئ، ددې لپاره به د وټساپ یو داسې کور جوړ کړئ چې هغه کسان ور پکې شامل وي چې لوبه کول ورسره غواړئ. له دې وروسته ویډیویي زنګ وکړئ او یو توری به ورته ووایئ چا چې لومړی نومونه ولیکل هغه به ګټونکی وي.

  • انتاکشري: دا هم د تېر وخت یو مشهور ګیم دی چې په هر وخت کې کیدلی شي، په دې لوبه کې دوه لوبډلې وي، هغه لوبډله چې د لومړۍ سندرې له وروستۍ کلمې بله سندره پیل کړي نو ګټونکی حسابېږي.

  • دی نیلم شو ګیم: دا ګیم د بالیووډ د بادشاه شاهرو خان او کاجل په مشهور فلم “کوچ، کوچ هوتا هی” کې شوی دی. په دې لوبه کې یو لوبغاړی یوه کلمه وایي چې دویم لوبغاړی به هغه شی ښیي چې د کلمې له اورېدو وروسته یې ذهن ته راغلی وي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …