کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د یوه شرکت تېروتنې پیرېدونکې د بیټ کواین څښتنان کړل

د یوه شرکت تېروتنې پیرېدونکې د بیټ کواین څښتنان کړل

د امریکا یو شخصي شرکت په تېروتنې سره د خپلو پیرېدونکو اکونټ ته بیټ ور لېږلي دي.

د بلومبرګ د راپور له مخې ویل کېږي چې د امریکا د کرپټو کرنسۍ په برخه کې کار کوونکې شرکت “بلاکفي” په تېروتنې سره په زرګونه کسانو ته بیټ کواین لیږلي دي.

یاد شرکت د تاوان او پیرېدونکو ته د بیټ کواین د لېږلو خبره تاییدوي او وایي چې چې:((د سوداګریزو اعلاناتو پرمهال یې پیرېدونکو ته په تېروتنې سره د ډالرو پرځای بیټ کواین ورلېږلي.))

ویل کېږي چې دې شرکت د یو پیرېدونکې اکونټ ته د ۷۰۰ ډالرو پرځای همدومره بیټ کواین لیږلي دي. شرکت وایي چې دوی د بیټ کواین د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي خو ډېرو پیرېدونکو له خپلو اکونټونو کرپټو کرنسۍ ایستلي دي چې تاوان یې ادارې ته رسیدلی دی.

د بلاکفي په دې تېروتنې سره په امریکا هغه کسان چې په کور ناست وي او پر ټولنیزو رسنیو بازارموندنه کوي میلونران شوي.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا موټر جوړونکې شرکت ټیسلا د بیټ کواین په ذریعه د سوداګرۍ د بندولو اعلان وکړ چې له هغې وروسته یې ارزښت تر ډېره حده کم شو.

دا هم ولولئ

ډیجیټل زده کړیاله ۱

د نړۍ لومړنۍ ډیجیټل زده کړیالې په پوهنتون کې داخله واخیسته

چین یو ځل بیا د نړۍ حېرانولو لپاره ګام پورته کوي، د نړۍ په تاریخ …