کورپاڼه / هنر او کلتور / دیشا پټاني خپل مینوال حیران کړي او ټایګر شرف هم ستایلې

دیشا پټاني خپل مینوال حیران کړي او ټایګر شرف هم ستایلې

د بالیووډ د فلمونو اداکارې یا هنرمندې دیشا پټاني د ټولنیزې رسنۍ پر ویبپاڼې انستاګرام خپله یوه ویډیو خپره کړې چې ډېره ژر لاس په لاس شوه.

دیشا پټاني چې اته ویشت (۲۸) کاله عمر لري، پر انستاګرام یې د شاته ملاق اړولو ویډیو خپره کړې، چې مینوالو یې په لیدو د حیرانۍ څرګندونه کړې او نوموړې یې ښه ستایلې ده.

د دیشا پټاني ډېر نږدې ملګري ټایګر شرف د ویډیو د کومنټ په برخه کې د نوموړې ښه ستاینه کړې او لیکلي یې دي چې په ډېر ښه ډول یې ترسره کړی.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by disha patani (paatni) (@dishapatani)

 

له دې پرته د ټایګر شرف مور هم د دیشا پټاني ستاینه کړې. دې ویډیو تر اوسه پورې له شپږ لکو او شپږ شپېته زرو ځلو څخه ډېر ځلې کتل شوې او د مینوالو لخوا یې ستاینه شوې.

د یادولو وړ ده چې د دیشا پټاني ډېر وخت د خپلو جمناستکي وړتیاوو او ورزش کولو ویډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو خپروي.

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ

د هندي سینما مشهور او نومیالي هنرمند سلمان خان د هغه اوازو په اړه غبرګون …