کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نن ورځ د پاکستان تجارتي لیګ د پاتې لوبو لپاره متبادل لوبغاړي اخیستل کېږي

نن ورځ د پاکستان تجارتي لیګ د پاتې لوبو لپاره متبادل لوبغاړي اخیستل کېږي

د پاکستان د تجارتي لیګ یا پي ایس ایل د شپږم پړاو د پاتې لوبو لپاره نن ورځ لوبډلې متبادل لوبغاړي ټاکي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې نن ورځ به د پي ایس ایل د شپږم پړاو د پاتې لوبو لپاره متبادل لوبغاړي وټاکل او ماښام به په مجازي مسوده کې سکواډونه بشپړې شي.

ویل کېږي چې د پي ایس ایل پاتې لوبو لپاره ځینې بهرني لوبغاړي نه شي حاضریدلی، چې د بنګله دیش له لوبډلې شکیب الحسن، تیم اقبال او محمود الله ریاد په نړیوالو لوبو کې د مصروفیت په سبب نه لوبېږي او د استرالیایي لوبغاړي عثمان خواجه لوبېدنه هم شکمنه ده.

دغه راز د سویلي افریقا جارج لینډی، استرالیایي جو برنز او بین کټینګ هم نه لوبېږي، چې لوبډلې به یې پرځای نور لوبغاړي اخلي او وروسته بیا ددې حق نه لري چې متبادل لوبغاړي وټاکي.

د همدې لپاره د پاکستان کرکټ بورډ ټولو لوبډلو ته د دوه ـ دوه اضافي لوبغاړو د اخیستلو اجازه ورکړې چې په مجازې مسوده کې به یې وټاکي. رسنۍ وایي چې له وړاندې به د هغه بهرنیو لوبغاړو په اړه څېړنې وکړي چې پاکستان یا ابوظبي ته په تګ کې خو به ستونزه نه لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …