کورپاڼه / جالب / هغه انجلۍ چې (پسکۍ) یې ټوله ودانۍ خالي کړه

هغه انجلۍ چې (پسکۍ) یې ټوله ودانۍ خالي کړه

که چېرته په یو مجلس یا محفل کې کوم څوک پسکۍ واچوي یا یې له بدن څخه بدبویه هوا ووځي، نو ټول به دې ته مجبور شي چې پر پوزه لاس کېږدي، خو نن مو د یوې داسې انجلۍ له کارنامې خبروو چې پسکۍ یې ټوله ودانۍ تشه یا خالي کړې.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه انجلۍ میکسم نومېږي او پخپل ټیک ټاک اکونټ (@maximevdd) یې ویلي چې له څه وخت وړاندې له یوې پېښې سره مخ شوه.

میکسم وایي چې یوه ورځ سهار وختي د ورزش لپاره جیم ته لاړه او هلته یې داسې بدبویه پسکۍ واچوله چې د جیم ادارې ټوله ودانې تشه یا خالي کړه.

نوموړې وایي چې دغه بدبویي دومره تېزه وه چې د جیم ادارې داسې فکر وکړ چې د فاضله اوبو د ایستلو سیستم خرابه شوی او چټلي یې په ودانۍ کې راوتې ده، همدا سبب و چې ټول خلک یې له ودانۍ بهر وویستل او اړوند کار کوونکې یې راوغوښتل خو له اصلي ستونزې یوازې زه خبره وم.

میکسم وایي چې:((په هغه ورځو کې مې ډېر څښل او نیمه شپه مې کباب او دې ته ورته شیان خوړل. زما په فکر د همدې عادتونو په سبب مې له بدن څخه داسې بد بویه پسکۍ ووته چې خپله هم ورته حیرانه وم خو له وړاندې او وروسته بیا له داسې پېښې سره نه یم مخ شوې.))

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …