کورپاڼه / جالب / د جیف بیزوس د کور ترمخ میلیاردرانو مظاهره کړې

د جیف بیزوس د کور ترمخ میلیاردرانو مظاهره کړې

د نړۍ ترټولو شتمن شخص جیف بیزوس نومېږي، نوموړی د امازون شرکت اجراییوي رییس دی چې له ۱۸۸ میلیاردو ډالرو څخه ډېره شتمني لري، خو اوس ځینو میلیاردرو کسانو یې د کور ترمخ مظاهره کړې او د صادقانه مالیاتو غوښتنه یې ورڅخه کړې.

شاید دا لومړنۍ مظاهره وي چې یو څو هیواد پاله میلیاردرانو پکې برخه اخیستې او د جیف بیزوس د اتیا میلونو ډالرو ودانۍ ترمخ راټول شوي او وایي چې جیف بیزوس په صادقانه ډول مالیه نه ورکوي.

په دې میلیاردرانو کې ایبي ګیل، ټم ډزني او مورس پرل هم شامل ول، دوی ټول له شرکتونو سره شریکان دي او په میګا فون کې یې له جیف بیزوس څخه د مالیې د ورکولو غوښتنه وکړه. په دې مظاهره کې چې د دیموکراتې ټولنې کاندید ډینیل بروکنر هم ګډون کړی و، وایي چې جیف د کورونا د وبا پرمهال ډېره ګټه وکړه خو د ښار اوسیدونکژ یې د بې روزګارۍ او نورو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

مظاهره کوونکې وایي چې جیف مالیه نه ورکوي، هغه د خلکو د پیرلو حق نه لري، باید له غریبو او بې وزله خلکو سره مرسته وکړي چې د کورونا په سبب د ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

دې ډلې په ښار کې هغه موټرې هم ښکته پورته کړې چې بورډونه یې پرې لیکلي ول “په شتمنو مالیه ولګوئ” او د جیف بیزوس له عکس یې لیکلي ول “له ما څخه مالیه واخله او و یې ښیه”.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …