کورپاڼه / روغتيا / غذایي توکي د زخم په ښه کولو کې مهم رول لوبوي

غذایي توکي د زخم په ښه کولو کې مهم رول لوبوي

د یوې نوې څېړنې له مخې معلومه شوې چې ځینې ویټامین او غذایي توکي د زخم ښه کونې عمل تېزوي، خو د شکر او زړه د ناروغیو په ګډون په ځینو سرطاني ناروغیو کې بیا خنډ رامنځته کوي.

په دې ډول له عملیاتو او ژورو زخمونو وروسته له ځینو سبزیجاتو، غذایي توکو او معدني موادو څخه ګټه پورته کولی شئ.

د څېړنې مرکزي نقطه دا ده چې ځینې زخمونه داسې وي چې عام خواړه ورته هیڅ ګټه نه رسوي، چې ثبوت یې په دودیز طب او حکمت هم شتون لري.

په دې ډول یو روغتیایي مشروب هم شته چې جیوون نومېږي چې د زخمونو د ښه کولو لپاره څښل کېږي او په دې ډول د زخم د ښه کولو لپاره غذایي توکي له نظره نه شو غورځولی. په غوښه، دالو او وچو مېوو کې موندل کیدونکی اهم توکی ارګیناین وجود لري چې د وینې دوران تېزوي او پروټین برابروي. کله چې غذایي توکي پر زخم راټول شي نو په ژر ښه کیدا کې مرسته کوي.

دغه راز په ماهي، پالکو، د چرګ په غوښه، لوبیا او ګلپي کې د ګلوټامین ماده وي چې دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي او نوي نسجونه پیدا کوي او په دې ډول کولاجین د زخم په ښه کولو کې هم مرسته کوي او ترڅنګ یې زنک، ویټامین سي، ویټامین اي او ویټامین بي ۱۲ هم د زخم په ښه کولو کې مهم رول لوبوي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …