کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / کوشل پریرا: بنګله دیش به په ماتې ورکولو سره لوبلړۍ پیلوو

کوشل پریرا: بنګله دیش به په ماتې ورکولو سره لوبلړۍ پیلوو

د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې تکړه ویکټ ساتونکی توپ وهونکې او د بنګله دیش د دورې لپاره ټاکل شوی کپتان کوشل پریرا وایي چې بنګله دیش ته به په لومړۍ لوبه کې ماتي ورکوي او لوبلړۍ به په بریا سره پیلوي.

نوموړی وایي چې د بنګله دیش پر وړاندې یې د یوه ورځنیو لوبو لپاره لوبډلې بشپړه تیاري نېولي. دی زیاتوي که څه هم بنګله دیش ته پخپله کور کې ماتی ورکول آسانه نه دي خو ستونزمن هم نه دي.

کوشل پریرا پخپلو خبرو کې ویلي چې لوبډلې یې له لوبلړۍ وړاندې بشپړه تیاري نېولې، چې ګټه به یې د کوربه لوبډلې پر وړاندې په لوبو کې ضرور څرګند شي.

دی وایي چې په لوبډله کې یې داسې لوبغاړي شتون لري چې هر وخت پخپله ګټه لوبه اړولی شي او دا یې هم ویلي چې د سیالې لوبډلې په وړاندې به ښه ولوبېږي او په ګټه کې به مهم رول ولوبوې.

نوموړی زیاتوي که څه هم د مهم لوبغاړو کمښت به ضرور احساس کړي، خو پر لوبډله به یې کومه اغېزه پرېنباسي. د یادولو وړ ده چې بنګله دیش او سریلانکا به سبا په ۱۱:۳۰ په لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه کې مخ شي.

دا هم ولولئ

نیوزیلېنډ او هند

د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه: هند په ۲۱۷ منډو وسوځېد او نیوزیلېنډ توپوهنه کوي

د ای سي سي د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه چې نن یې دریمه ورځ ده، …