کورپاڼه / روغتيا / امریکایي روغتیاپالان: د چرګانو له ښکلولو او لمس کولو څخه ځان وساتئ

امریکایي روغتیاپالان: د چرګانو له ښکلولو او لمس کولو څخه ځان وساتئ

امریکایي روغتیا پالانو ددې هیواد اوسیدونکو ته لارښوونه کړې او ویلي یې دي چې د چرګانو له ښکلولو او لمس کولو دې ځان وساتي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په امریکا کې د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز (سي ډي سي) خلکو ته لارښوونه کړې، چې د چرګانو له ښکلولو او لمس کولو دې ډډه وکړي.

د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز ویلي دي چې په چرګانو کې د سالمونیلا په نوم یو ډول بکتریا موندل شوې، چې په دري څلویښت ایالتونو کې یې یو سلو، دري شپېته کسان پرې اخته شوي.

د یاد مرکز په ګډون نورې څېړنېزې ادارې وایي چې د چرګانو په ښکلولو او یاهم په لمس کولو سره د سالمونیلا بکتریاوې د انسان د خولې له لارې بدن ته داخلېږي او پر ناروغۍ یې اخته کوي.

دغه راز د روغتیایي ادارو له لورې له چرګانو پرته له مرغاویو څخه هم د ځان ساتنې لارښوونه شوې ده.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …