کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پاکستان سوپر لیګ: د کوټې ګلیډیټر لوبډلې ظاهر خان واخیست
ظاهر خان

پاکستان سوپر لیګ: د کوټې ګلیډیټر لوبډلې ظاهر خان واخیست

د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو پاتې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، چې د دغه پاتې لوبو لپاره د افغانستان ظاهر خان د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې اخیستی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ ټولو لوبډلو ته دا چانس ورکړی دی، چې دوی کولای شي، د دغه پاتې ۲۰ لوبو لپاره دوه دوه لوبغاړي نور واخلي، چې په اسانۍ وکولای شي په ابوظهبي کې په لوبو کې برخه واخلي.

نن د ټولو لوبډلو له خوا دوه دوه لوبغاړي اخیستل کېږي، چې یو یو بهرنی لوبغاړی هم پکې شامل دی او په دې لړ کې د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې بیا ظاهر خان اخیستی دی.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو سیالیو کې مخکې له مخکې دا ځل ډېر افغان لوبغاړي لوبېږي، چې راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمان، نور احمد لکڼوال، رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدراڼ پکې د یادولو وړ دي.

دا سیالۍ چې د کورونا ویروس پېښو له امله ځنډول شوې وې، اوس به بیا د متحده عربي اماراتو په ابوظهبي کې پیل شي، چې افغان لوبغاړي هم پکې برخه اخلي.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …