کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سعودي عربستان کې به لوی اختر کله وي؟ وړاندوینه يې وشوه
د لوی اختر میاشت

سعودي عربستان کې به لوی اختر کله وي؟ وړاندوینه يې وشوه

په سعودي عربستان کې به لوی اختر (عید الاضحی) کله وي، ستورپوهانو يې وړاندوینه کړې ده، او احتمالي نېټه يې هم اعلان کړې ده.

د سعودي رسنیو د راپورونو په وېنا، د سعودي عربستان ستورپوهانو ویلي  دي، چې لوی اختر به د جولای په ۲۰مه نېټه یا د چنګاښ په ۲۹مه نېټه وي، چې د سه شنبې ورځ راځي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې ستورپوهان وايي، چې احتمال شته چې د ذي الحجه میاشت د جولای په ۱۰مه نېټه یا د چنګاښ په ۱۹مه نېټه او د شنبې په ورځ ولیدل شي.

که چېرته د ذي الحجه میاشت د جولای په ۱۰مه نېټه ولیدل شي، نو لوی اختر به د جولای په ۲۰مه نېټه (۱۰ ذي الحجه) باندې وي، چې دا د چنګاښ ۲۹مه نېټه راځي.

د یادولو وړ ده چې افغانستان هم اخترونه او روژه د سعودي عربستان سره یو ځای اعلانوي، نو که چېرته د چنګاښ په ۲۹مه نېټه په سعودي عربستان کې اختر شي، نو په افغانستان کې به هم لوی اختر وي.

دا هم ولولئ

مفتي عزیزالرحمان او مولانا عبدالعزیز

مولانا عبدالعزیز: مفتي عزیزالرحمان دې د مینار پاکستان نه ښکته راوغورځولی شي

د پاکستان د سور جومات (لال مسجد) او مدرسې مشر مولانا عبدالعزیز وايي، چې مفتي …