کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: د نړۍ په لیډرانو غږ کوم چې په سیمه کې سوله راولي

راشد خان: د نړۍ په لیډرانو غږ کوم چې په سیمه کې سوله راولي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان یو ځل بیا د فلسطین لپاره خپل غږ پورته کړی دی او د نړۍ په لیډرانو يې غږ کړی دی، چې په سیمه کې سوله راولي.

راشد خان لیکلي دي، چې زه سیاستوال نه یم، خو بیا هم په لیډرانو باندې غږ کوم، چې په سیمه کې سوله راولي. هغه لیکي، چې زه په جنګ کې رالوی شوی یم او په ویره کې د ماشومانو راولوېدو په اړه ښه پوهېږم.

راشد خان همدا راز لیکي، چې زه دا هر څه نور نه شم لیدلی، هره ورځ په فلسطین او افغانستان کې ماشومان وژل کېږي، موږ ته پکار دي چې د هغه څه لپاره ودرېږو، چې سم دي.

د یادولو وړ ده چې راشد خان تر دې مخکې هم د فلسطین لپاره په خپل یو ټویټ کې غږ پورته کړی و، خو د افغانستان نوم يې هم ورسره یو ځای کړی و.


د راشد خان په همدې ټویټ باندې بیا خلکو له هغه نه بېلا بېلې غوښتنې کړې دي او ځینو پاکستانیانو ورته لیکلي دي، چې د کشمیر لپاره دې هم غږ پورته کړي، په داسې حال کې چې پاکستان د یمنیانو او ایغوریانو لپاره هېڅ غږ نه پورته کوي، خو د کشمیر او فلسطین لپاره هره ورځ چیغې وهي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …