کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پاکستان سوپر لیګ کې کومو لوبډلو کوم لوبغاړي واخیستل؟
ظاهر خان او جوهانسن چارلس

د پاکستان سوپر لیګ کې کومو لوبډلو کوم لوبغاړي واخیستل؟

د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو د پاتې سیالیو لپاره د ډرافټ مراسم ترسره شو او ټولو لوبډلو پکې د خپلې خوښې لوبډلې واخیستل، چې یو افغان لوبغاړی هم پکې شامل دی.

د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظهبي کې ترسره کېږي، چې د ځینو لوبغاړو د نه شتون له امله نور لوبغاړي لوبډلو واخیستل.

په ډرافټ کې د کراچۍ کنګز لوبډلې ځوان ویکټ ساتونکی او توپوهونکی محمد حارث واخیست، ملتان سلطانز بیا د ویسټ انډیز جوهانسن چارلس، سیمرون هیټمایر، وسیم محمد او حماد اعظم په لوبډله کې واخیستل.

د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې بیا د افغانستان سپينر بالر ظاهر خان واخیست، د اسټرالیا جاک ویلدرمت او خرم شهزاد یې هم واخیست. اسلام اباد یونایټیډ بیا محمد اخلاق او پېښور زلمي بسم الله خان واخیستل، لاهور قلندرز بیا د متحده عربي اماراتو سلطان احمد او د سنګاپور ټام ډیویډ په خپله لوبډله کې شامل کړل.

د یادولو وړ ده چې د مۍ په ۲۶مه نېټه به لومړی د کراچۍ او بیا د لاهور څخه په ځانګړو الوتکو کې لوبغاړي ابوظهبي ته انتقال شي او دا سیالۍ به بیا د جون په پنځمه نېټه پیل شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …