په سعودي عربستان کې په کلني ډول یو کس ۱۸۴ کلو ګرامه ترکاري یا سبزي ضایع کوي او په ټول هېواد کې بیا د کال ۳۳۵ زره ټنه سبزي ضایع کېږي.
د سعودي رسنیو د راپورونو په وېنا، په سعودي عربستان کې تر ټولو زیات رومیان، الوګان، پیاز او بادرنګ ضایع کېږي. په دې اړه يو ځانګړی راپور جوړ او خپور شوی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي دي، چې د ترکارۍ یا سبزي د ضایع کېدو څخه د بچ کېدو لپاره پکار دا ده چې دا دې د کلو پر ځای د دانو په حساب وپلورل شي.
په راپور کې زیاته شوې ده، چې خلکو ته پکار دي چې د خپل ضرورت سره سمه ترکاري واخلي او کومه سبزي چې ورسره پاتې کېږي، له هغې نه دې کومه سلاته یا هم بل پخلی کوي.
په راپور کې له حکومت نه دا غوښتنه هم شوې ده، چې سبزیجات دې سخت او کلک وي، تر څو د ډېر وخت لپاره د استعمال وړ وي او د خرابېدو مخه يې ونیول شي. همدا راز هڅه دې وشي، چې سبزیجات په پلاسټیکونو کې بنده شي، چې ژر نه خرابېږي.