کورپاڼه / هنر او کلتور / د هند مشهوره سندرغاړې شریا ګوشال مور شوه

د هند مشهوره سندرغاړې شریا ګوشال مور شوه

د هند مشهوره سندرغاړي چې د هند سربېره په ټوله نړۍ او افغانستان کې هم ګڼ شمېر مینوال لري او خلک یې په مینه سندرې اوري، د لومړني ماشوم مور شوه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دا د شریا ګوشال لومړنی ماشوم دي او نوموړې د خپلې امیندوارۍ په اړه د مارچ په میاشت کې مینوال خبر کړي ول.

اوسمهال شریا ګوشال پر ټولنیزه رسنۍ ټویټر یو ټویټ کړی او مینوالو ته یې ویلي چې زوی یې زېږېدلی دی. نوموړې وایي چې د زوی په زېږېدو یې ټوله کورنۍ خوشحاله ده.

دغه راز له خپلو مینوالو یې د نیک هیلو پر څرګندولو مننه هم کړې. د یادولو وړ ده چې شریا ګوشال او شلادتیا په ۲۰۱۵ کال واده کړی.

باید یاده کړم چې شریا ګوشال ډېر په زړه پورې او مشهورې سندرې ویلي، چې اوسمهال یو له هغه سندرغاړو څخه شمېرل کېږي چې ډېر زیاتې روپۍ اخلي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …