کورپاڼه / هنر او کلتور / ارجن کپور له ملایکا اروړا سره کله واده کوي؟
ارجن کپور او ملایکا

ارجن کپور له ملایکا اروړا سره کله واده کوي؟

د هندي فلمونو مشهور هنرمند ارجن کپور په یوه تازه مرکه کې د اداکارې، موډلې او نڅاګرې ملایکا اروړا سره د خپلو اړیکو په اړه خبرې کړې دي او د واده په اړه هم غږېدلی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، ارجن کپور وايي، چې هغه به هېڅ کله هم د خپل واده پرېکړه له چا پټه نه کړي، خو اوس يې د واده پرېکړه نه ده کړې. ارجن کپور له تېرو څو کلونو راهیسې د ارباز خان د پخوانۍ مېرمنې او مشهورې اداکارې ملایکا اروړا سره اړیکې لري، خو تراوسه پورې دواړو د خپلې رشتې په اړه له رسنیو سره خبرې نه وې کړې.

ارجن کپور په دغه مرکه کې وویل، چې هغه نه غواړي خپل شخصي ژوند له رسنیو سره شریک کړي، نو له دې امله د ډېر څه په اړه خبرې نه کوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، که څه هم دواړو مخکې د خپلې رشتې په اړه خبرې نه وې کړې، خو دواړه تر ډېره پورې یو ځای لیدل کېدل. ملایکا اروړا له ارباز خان نه د طلاق اخیستو سره سم له ارجن کپور سره خپلې اړیکې جوړې کړې وې.

ارجن کپور په دغه مرکه کې دا هم وویل، چې هغه ملایکا ته پوره درناوی لري، د هغې تېر ژوند ته هم پوره درناوی لري او دواړه خپل ژوند او فلمي کیریر بیل بیل ساتي او یو بل ته پوره وخت ورکوي. د واده د پوښتنې په تړاو ارجن کپور وویل، چې تراوسه پورې يې د واده پرېکړه نه ده کړې او هر کله چې يې د واده پرېکړه وکړه، نو له رسنیو سره به یې هم شریک کړي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …