کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پي ایس ایل ۶: راشد خان یو ځل بیا د لاهور قلندرز سره یو ځای شو

پي ایس ایل ۶: راشد خان یو ځل بیا د لاهور قلندرز سره یو ځای شو

د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو پاتې لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظهبي کې ترسره کېږي، چې د جون په پنځمه نېټه به پيل شي.

راشد خان چې په دغه سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېده، د یاد لیګ د پیل په لومړنیو څو لوبو کې ولوبېده او بېرته راستون شو، نوموړی اوس د پاتې لوبو لپاره یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې سره یو ځای شوی دی.


نن ټولو لوبډلو ځینې نور لوبغاړي هم واخیستل او د ۱۸ پر ځای يې د لوبغاړو شمېر ۲۰ شو، چې راشد خان هم یو ځل بیا په دې لړ کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره یو ځای شو.


راشد خان به په پاتې ټولو لوبو کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره وي او په ټولو لوبو کې به ولوبېږي. همدا راز ظاهر خان هم نن د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې له خوا واخیستل شو.

د یادولو وړ ده چې له دوی پرته هم یو شمېر نور افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ کې لوبېږي، خو محمد نبي او مجیب الرحمان به په پاتې سیالیو کې برخه وانخلي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …