کورپاڼه / اسلام / آیا د ثواب په نیت خو به ګناه نه کوو؟

آیا د ثواب په نیت خو به ګناه نه کوو؟

کوم دین چې له خیر غوښتلو او سوال کولو ترټولو ډېره منع فرمایلې، همدومره یې په مینه د ګټلو، خوړلو او په کوښښ سره د رزق ترلاسه کولو ټینګار کړی دی.

خو ددې هرڅه سربېره بیاهم ددې دین پیروان ترټولو ډېر سوال کوي، دا څومره د افسوس وړ خبره ده چې هره ورځ ډلې، ډلې خلک په کوڅه او بازار کې د خیر غوښتلو په حال کې لیدل کېږي.

له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو انصاري یې څنګ ته راغی او په مدینه یې سوال وکړ یعنې له ده څخه د مرستې غوښتنې وکړه.

له دې وړاندې واقعات په واضح ډول سره بیانوو، په دې کې د فکر وړ خبره داده چې یو صحابي د رسول الله صلی الله علیه وسلم دربار ته راغی او خیر وغوښت، نو هغه صحابي خو رسول الله ته دروغ نه شو ویل یعنې په رښتیا یې هم مرسته غوښته.

خو رسول الله ورڅخه پوښتنه وکړه چې ستا په کور کې څه شی شته، هغه وویل هو، یو ټغر او یوه پیاله ده. رسول الله ورته وفرمایل دا دواړه شیان ماته راوړه، صحابي کور ته لاړ او دواړه شیان یې راوړل، رسول الله دا شیان په لاس کې ونیول او و یې فرمایل څوک غواړي چې دا شیان واخلي چې بیا یو شخص وویل زه یې په یو درهم اخلم.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …