کورپاڼه / روغتيا / که چېرته یوازې سبزیجاتو وخورو نو هډوکي مو کمزورې کېږي

که چېرته یوازې سبزیجاتو وخورو نو هډوکي مو کمزورې کېږي

د سبزیجاتو خوړل ډېرې زیاتې ګټې لري، خو که چېرته یوازې سبزیجات استعمال کړو نو ډېر زیانونه هم لرلی شي، چې له دې زیانونو څخه روغتیایي کارپوهانو یو داسې زیان په ګوته کړی چې ډېر د اندیښنې وړ دی.

د میل انلاین د راپور له مخې روغتیایي کارپوهانو د خپلې څېړنې په پایله کې ویلي، هغه کسان چې له حیواناتو څخه د ترلاسه کیدونکو توکو څخه په بشپړه توګه ځان ساتي او یوازې سبزیجات خوري، هډوکي یې دومره کمزوري کېږي چې د ماتیدو خطر یې د غوښه خوړونکو پر نسبت ۴۳ سلنه ډېر وي.

راپور زیاتوي چې روغتیایي کارپوهان وایي، هغه کسان چې غوښه خوري هډوکي یې د سبزیجاتو استعمالونکو په پرتله ۲.۳ سلنه لږ ماتېږي.

په دې څېړنه کې د پنځه پنځوس زرو کسانو غذایي عادتونه تر څېړنې لاندې نیول شوي او د هډوکو پیاوړتیا یې په نظر نیول شوې او پایلې یې ورڅخه ترلاسه کړي.

د څېړونکو ډلې مشر ډاکتر ټیمي ټونګ وایي چې:((د سبزي خورو بدن د کلسیم او پروټین له کمښت سره مخ کېږي، چې بیا یې د ماتیدو خطر ډېرېږي، نو ددې لپاره چې یو غذایي عادت خپل کړو له وړاندې یې باید د ګټو او تاوانونو په اړه فکر وکړو او داسې خواړه انتخاب کړو چې زموږ د بدن لپاره ګټور وي.

دا هم ولولئ

بادرنګ د روغتیا ترڅنګ په ښکلا کې مهم رول لوبوي

الله تعالی د هر یو توکي په جوړښت یوه نه یوه شفاء ضرور نغاړلي وي، …