کورپاڼه / خبرونه / د بنګله دېش او سریلانکا لوبې له پیلېدو مخکې ۲ لوبغاړي په کورونا اخته شوي
سریلانکا لوبغاړي

د بنګله دېش او سریلانکا لوبې له پیلېدو مخکې ۲ لوبغاړي په کورونا اخته شوي

نن د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلېدونکې ده، خو نن د لومړۍ لوبې له پیلېدو مخکې دوه لوبغاړي او یو روزونکی په کورونا ویروس اخته شوي دي.

د اي ایس پي این کریک انفو په وېنا، د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي او یو روزونکي د کورونا ویروس ټېسټونه مثبت راغلي دي.


خو دوی د لوبغاړو او روزونکي نوم نه دی ښکاره کړی، همدا راز د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ د لومړۍ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې په اړه هم تراوسه پورې څه نه دي ویل شوي، چې ترسره به شي او که نه.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش په سفر ده، چېرته چې په ډهاکه کې نن د افغانستان په وخت ۱۱:۳۰ بجې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کېدونکې ده.

یاده دې وي چې د کورونا ویروس له امله د کرکټ لوبو ته ډېر تاوان رسېدلی دی، چې د پاکستان سوپر لیګ او د هند تجارتي لیګ دواړه په نیمايي کې ځنډول شوي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …