کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ای پي ایل پاتې سیالۍ په اماراتو کې ترسره کېږي
ای پي ایل

د ای پي ایل پاتې سیالۍ په اماراتو کې ترسره کېږي

د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل ۲۰۲۱) پاتې ۳۱ سیالۍ به د سپتمبر او اکتوبر په میاشتو کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، چې د هند کرکټ بورډ به یې په راتلونکې اونۍ کې په رسمي ډول اعلان هم وکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د هند کرکټ بورډ او ای پي ایل مسوولینو پرېکړه کړې ده چې د ای پي ایل پاتې ۳۱ سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې ترسره کړي. په دې اړه د هند کرکټ بورډ یوه ځانګړې غونډه کوي او د مۍ په ۲۹مه نېټه به رسمي اعلان هم وکړي.

د هند او انګلستان ترمنځ د پنځه ټېسټ لوبو لړۍ د اګست په ۴مه پیلېږي، د دویم او دریم ټېسټ لوبو ترمنځ ۹ ورځې دمه ده او که چېرته دا دمه راکمه کړای شوه، نو هند کرکټ بورډ ته به لا ډېرې ورځې په لاس ورشي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د هند کرکټ بورډ تراوسه پورې په دې اړه د انګلستان کرکټ بورډ سره خبرې نه دي کړي، خو که چېرته خبرې ورسره وکړي، نو د ای پي ایل لپاره د ۴۱ ورځو وخت پېدا کولای شي.

خو که د هند کرکټ بورډ له انګلستان سره پلان شوې سیالۍ د پلان سره سمې ترسره کړي، نو یوه میاشت د ای پي ایل پاتې سیاليو لپاره پېدا کولای شي، چې په دې کې هم د ای پي ایل پاتې ۳۱ سیالۍ په اسانۍ سره ترسره کولای شي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ پاتې سیالۍ هم د متحده عربي اماراتو په ابوظهبي کې ترسره کېږي، چې د جون په پنځمه نېټه به پيل شي.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …