کورپاڼه / جالب / ((ولې دې د طلاق په اړه خبرې وکړې؟)) میرمنې پخپل خاوند ایشېدلې اوبه واړولې

((ولې دې د طلاق په اړه خبرې وکړې؟)) میرمنې پخپل خاوند ایشېدلې اوبه واړولې

کله چې یو خاوند د اته ویشت کلن ګډ ژوند د ختمولو خبره راواچوله، نو استرالیایي میرمن یې دومره په غوسه شوه چې ایشېدلې اوبه یې پرې وشیندلې.

دغه پېښه د استرالیا په ویکتوریا ایالت هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو شخص له خپلې میرمنې سره د اته ویشت کلن ګډ ژوند د ختمولو په اړه خبرې وکړې او ځان یې په ستونزه کې واچاوه.

ویل کېږي کله چې د ماریه ډوریس په نوم دې میرمنې د طلاق خبره واورېده نو دومره خپه او غوسه شوه چې خپلې لور ته یې زنګ وواهه او ورته یې وویل چې شراب یې څښلې او پلار ورته سوځوي.

د ماریه لور ډېره هڅه وکړه چې خپل مور پوهه کړي، خو پایله یې ور نه کړ، موبایل یې پرې بند کړ، اوبه یې د ایشولو لپاره کېښودې او په باغچه کې یې سګریټ وڅکول.

د پولیس د راپور له مخې ویل کېږي چې ماریه د اوبو تر ایشېدلو پورې سګریټ څکول، بیا د تیلفون لین پرې کړ، د خاوند موبایل او د موټر کیلي یې له ځان سره واخیستې او پر خوب ویده خاوند پرمخ او بدن یې ایشېدلې اوبه واړولې.

ویل کېږي چې د ښځې خاوند ژغورونکې ادارې په زخمي حالت کې روغتون ته ورساوه، چې هلته یې د مخ او بدن عملیات ترسره شول. دغه راز میرمن یې نېولې او محکمې ته یې وړاندې کړې.

محکمې میرمنې ته د درې کاله بند سزا اورولې او ترڅنګ امنیتي کسانو ته امر کړی چې میرمنې د دماغي ناروغیو کوم ډاکتر ته وښیي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …