کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان لپاره چا زیاتې شپږیزې وهلي؟
محمد نبي

د افغانستان لپاره چا زیاتې شپږیزې وهلي؟

په نړیوالو لوبو کې هره لوبډله یو داسې توپوهونکی لري، چې تر نورو زیات د شپږيزو لپاره پېژندل کېږي او ډېرې شپږیزې وهي. نن درسره د هغه لوبغاړو لیسټ شریکوو، چې د خپلو خپلو هېوادونو لپاره يې زیاتې شپږیزې وهلي دي.

د کریک ټرېکر وېبپاڼې د ټولو هېوادونو هغه لوبغاړي راغونډ کړي دي، چې د خپلو خپلو هېوادونو لپاره یې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې زیاتې شپږیزې وهلي دي.

د نیوزیلېنډ لپاره مارټین ګوپټیل زیاتې شپږیزې وهلي دي، نوموړي ۱۴۷ شپږیزې وهلي دي، چې د نیوزیلېنډ ترڅنګ په دې لیسټ کې هم د ټولو نه زیاتې شپږیزې وهونکی دی.

د هند لپاره روهیت شرما ۱۳۳، د انګلستان لپاره ایون مورګن ۱۱۳، د ویسټ انډیز لپاره کریس ګیل ۱۰۶، د اسټرالیا لپاره ارون فنچ ۱۰۴ او د افغانستان لپاره بیا تجربه کاره الراونډر لوبغاړي محمد نبي ۹۳ شپږیزې وهلي دي.

زیاتې شپږیزې

د ایرلېنډ لپاره کیون اوبراین ۷۶، د پاکستان لپاره شاهد خان اپریدي ۷۳، د سویلي افریقا لپاره جې پي ډوميني ۷۱، د زمبابوې لپاره همیلټن مسکدزا ۶۵، د سریلانکا لپاره تیسارا پریرا ۵۳ او د بنګله دېش لپاره محمودالله ۴۸ شپږیزې وهلي دي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …