کورپاڼه / خپلواک / د پاکستان کرکټ بورډ ٢٥٠ کارمندان له دندو شړلي
پاکستان کرکټ بورډ

د پاکستان کرکټ بورډ ٢٥٠ کارمندان له دندو شړلي

خپلواک وېبپاڼه (٧ نومبر ٢٠١٩): د پاکستان کرکټ بورډ يا پي سي بي په ټول هېواد کې خپل ٢٥٠ کارمندان له دندو فارغه کړي دي او ويل کېږي چې معاشونه يې هم نه دي ورکړي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، د پاکستان کرکټ بورډ خپل ٢٥٠ کارمندان، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې يې کار کاوه، له دندو ليرې کړي دي او دوه اونۍ تېرېدو نه وروسته هم هغوى ته خپل معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د پاکستان جيو ټلويزيون ته يوې سرچينې ويلي دي، چې د پېنډۍ يو مسوول مړ شوى دى، خو هغه ته تراوسه پورې د درې مياشتو معاش نه دى ورکړل شوى.

افغان کرکټ بورډ پاکستانى فيزيو او مساجر له دندو ګوښه کړل

پاکستاني لوبغاړي د کرکټ بورډ پر ضد درېدلي

ګرانټ فلاور: د پاکستان کرکټ د سياست ښکار دى

بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ وياند بيا جيو ټلويزيون ته ويلي دي، چې د پاکستان کرکټ بورډ د واجد حسېن په مړينه خپګان ښکاره کړى او وايي چې د هغوى کورنۍ لپاره چې يې هر څومره وس کېده، هغه به وکړي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د ٢٥٠ کارمندانو معاشونه يې نه دي نيولي، بلکې هغوى ته به ډېر ژر ورکړل شي. هغه وايي چې د زونونو له ختمېدو وروسته دوى ياد کسان دوه مياشتې نور هم وساتل، خو اوس دوى د دغه کسانو د ساتلو وس نه لري، ځکه چې د زونونو کرکټ ختم شوى دى.

د يادولو ده چې پاکستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په برخه کې ډېر بدلون راوست، چې د ډېرو برخو کرکټ ورسره له منځه لاړ، له دغه امله ويل کېږي چې په پاکستان کې هغه زرګونه لوبغاړي، چې د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېدل او ښه ژوند يې روان و، د کورني کرکټ د سيسټم بدلېدو سره بېکاره شوي دي او اوس دې ته مجبوره شوي دي چې سختې سختې مزدورۍ وکړي او د خپلې کورنۍ لپاره پېسې پېدا کړي.

دا هم ولولئ

مدينه

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم وروستی صحابي څوک او کله وفات شو؟

صحابي هغه شخص ته ویل کېږي، چا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپل …