کورپاڼه / ليکنې / د کرکټ د نړۍ ۵ شتمن لوبغاړي
براین لارا، ویراټ کوهلي او سچن ټنډولکر

د کرکټ د نړۍ ۵ شتمن لوبغاړي

په یوویشتمه پېړۍ کې کرکټ د شهرت تر څنګ د پېسو لوبه هم شوه او په دې پېړۍ کې ډېر لوبغاړي چې نړیوال شهرت يې ترلاسه کړ، نو ډېرې پېسې يې هم پېدا کړې او لا هم دا لړۍ روانه ده.

خو نن درته د کرکټ د نړۍ پنځه هغه مشهور او شتمن لوبغاړي درپېژنو، چې له نورو کرکټرانو څخه ډېره شتمني لري. دا لیسټ د Twelfth Man Times وېبپاڼې خپور کړی، چې موږ يې هم له تاسې سره شریکوو.

۱-: د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مخکښ توپوهونکی چې (ګاډ اف کرکټ) لقب هم ورته ورکړل شوی و، چې څنګه په کرکټ کې د نړۍ مخکښ توپوهونکی و، همداسې نوموړی یو له تر ټولو شتمنو کرکټرانو څخه هم دی، چې په ۲۰۲۱ کال کې د هغه شتمني ۸۷۰ کروړه (۸.۷ میلیارده) هندي روپۍ ده.

سچن ټنډولکر د نړۍ د سترو شرکتونو سره د اعلانونو په برخه کې هم کار کوي، چې له دې  لارې هم ډېرې پېسې پېدا کوي. په ممبۍ کې نوموړی د ۳۸ کروړه روپيو کور هم لري.

سچن ټنډولکر

۲-: مهیندر سینګ دهوني د هند کرکټ ملي لوبډلې یو تر ټولو کامیاب کپتان و، د هغه په لوبډلمشرۍ کې هند د ای سي سي نړیوال شل اوریز جام (۲۰۰۷)، نړیوال جام (۲۰۱۱) او چیمپینز ټرافي (۲۰۱۳) کې اتلولي خپله کړې وه. همدا راز نوموړی له ټنډولکر وروسته د نړۍ په کچه دویم شتمن کرکټر هم دی.

مهیندر سینګ دهوني ۸۴۰ کروړه هندي روپۍ شتمني لري، چې نوموړی د نړۍ له سترو شرکتونو سره کار کوي او د اعلانونو له لارې يې هم ډېرې پېسې ګټلي دي.

مهيندر سينګ دهوني

۳-: د هند کرکټ ملي لوبډلې اوسنی کپتان او مخکښ توپوهونکی ویراټ کوهلي بیا دریم شتمن کرکټر دی، هغه نه یوازې دا چې اوس مهال د کرکټ له مخکښو توپوهونکو څخه دی، بلکې د نړۍ په کچه په شتمنۍ کې هم له چا څخه کم نه دی.

ویراټ کوهلي یوازې په ۲۰۲۰ کال کې د اعلانونو له لارې ۱۹۶ کروړه روپۍ ګټلې وه، هغه او مېرمن انوشکا شرما يې په ممبۍ کې د ۳۴ کروړه روپيو په کور کې ژوند کوي او ویراټ کوهلي یو شرکت هم لري او ځینو کې شراکت هم لري.

ويراټ کوهلي

۴-: د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ریکي پونټینګ یو له غوره کپتانانو څخه و چې په خپله لوبډلمشرۍ کې يې اسټرالیا ته دوه نړیوال جامونه ګټلي و، همدا راز نوموړی د اسټرالیا تر ټولو شتمن او په نړیواله کچه څلورم شتمن کرکټر هم دی.

ریکي پونټینګ ۴۹۲ کروړه شتمني لري، چې په دې کې يې زیاته برخه د اعلانونو او نورو لارو څخه ګټلې ده. نوموړی یو ډېر لوی عالیشان او ګرانبیه کور لري، چې د ژوند هره اسانتیا لري.

ريکي پونټينګ

۵-: د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مخکښ لوبډلمشر او لوبغاړی براین لارا هم د سچن ټنډولکر په څېر ډېر وخت له اېم ار ایف سره پاتې شوی دی، چې هغوی ورته په بدل کې ډېرې پېسې ورکولې.

براین لارا په ټېسټ لوبو کې په یوه پاڼۍ کې ۴۰۰ ناسوځېدلې منډې پاڼۍ هم لري، چې تراوسه پورې د هغه دا ریکارډ چا نه دی مات کړی، همدا راز نوموړی په نړیواله کچه پنځم زیات شتمن کرکټر هم دی، چې ۴۵۴ کروړه روپۍ شتمني لري.

براين لارا

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …